۰

پکتیکا کې د تندر لوېدو درې تنه ټپیان کړي

چهارشنبه ۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۵
سیمه ییز چارواکي وایي، پکتیکا ولایت کې پر یوه کور تندر پرېوتی چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.
پکتیکا کې د تندر لوېدو درې تنه ټپیان کړي
سیمه ییز چارواکي وایي، پکتیکا ولایت کې پر یوه کور تندر پرېوتی چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون سه شنبې د وري ۵ مه د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ په یوسف خېلو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیکا د طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، په دغه پېښه کې دوه مېرمنې او یو نارینه ټپیان شوي، خو څوک مړه شوي نه دي.

د یادوې ادارې په وینا ټپیان روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې ښه دي.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي