۰

افغانستان د کرونا ویروس ۲۲نورې پېښېت شوې، ټولې ۱۴۵ ته ورسېدې

دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۷
روغتیايي مسوولین وايي په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د ۲۲مثبت پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې پر دغه ویرس د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ تنو ته ورسېده.
افغانستان د کرونا ویروس ۲۲نورې پېښېت شوې، ټولې ۱۴۵ ته ورسېدې
روغتیايي مسوولین وايي په هرات ولایت کې د کرونا ویروس د ۲۲مثبت پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې پر دغه ویرس د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ تنو ته ورسېده.

د جمهورخبري آژانس په هرات کې دغه ۲۲ مثبتې پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې، چې د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست یې هم پخلی کړی دی.

په دې سره په ټول افغانستان کې د کرونا اخته کسانو شمېر ۱۴۵ تنو ته ورسېده، چې د چارواکو په وینا تر ټولو ډېرې ۱۰۶ یې په هرات ولایت کې دي.

د یاد ولایت د روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا وایي، د یکشنبې پر ورځ له غرمې وروسته ۶۸ مشکوکې پېښې معاینه شوې، چې له ډلې یې ۲۲ مثبتې را وختلې‌.

د دوی په وینا، دې کسانو کې ۱۳ نارینه او ۹ ښځې دي او ټول د هرات ولایت دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په شپږو ولایتونو هرات، فراه، نیمروز، کابل، کندهار، ننګرهار کې ګرځبندیز اعلان کړی.

په ځینو نورو ولایتونو کې بیا نیمه اضطراري حالت اعلان شوی دی او ولسمشر غني هم د کورونا له کبله د لسو زرو زندانیانو د خوشې کولو فرمان ورکړی دی.

ولسمشر غني تېره ورځ له والیانو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرو کې  و ویل، چې که اړتیا شي ښايي په نورو ولایتونو کې هم قرطین اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي