په سعودي باندې د بالستیک میزایلو بریدونه شوي

11 حمل 1399 ساعت 9:01

د سعودي‌ عربستان حکومت وايي دوه بالستیک میزایل یې په پلازمینه ریاض او د جیزیان په ښار توغول شوي دي.


د سعودي‌ عربستان حکومت وايي دوه بالستیک میزایل یې په پلازمینه ریاض او د جیزیان په ښار توغول شوي  دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سعودي چارواکي وايي، دغه مزایل یې هدف ته تر رسېدو وړاندې شنډ او خنثی کړي دي.

سره له دې چې دا میزایل شنډ کړل شوي دي، خو د سعودي دولتي اژانس وايي چې دوه ولسي خلک په ریاض کې د میزایلو په پرچو ژوبل شوي دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو د سعودي پوځ د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثي شیعه یاغیان تورن کړي چې دا میزایل یې توغولي دي.

تر دې مخکې هم حوثي یاغیانو په سعودي باندې میزایل توغولي ‌وو.

تېرکال د سعودي په هوايي ډګر باندې میزایل توغول شوي وو چې بیا د سعودي چارواکو وویل چې دا میزایل په ایران کې جوړ شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126408

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126408/

جمهور
  https://www.jomhornews.com