۰

په سعودي باندې د بالستیک میزایلو بریدونه شوي

دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
د سعودي‌ عربستان حکومت وايي دوه بالستیک میزایل یې په پلازمینه ریاض او د جیزیان په ښار توغول شوي دي.
په سعودي باندې د بالستیک میزایلو بریدونه شوي
د سعودي‌ عربستان حکومت وايي دوه بالستیک میزایل یې په پلازمینه ریاض او د جیزیان په ښار توغول شوي  دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سعودي چارواکي وايي، دغه مزایل یې هدف ته تر رسېدو وړاندې شنډ او خنثی کړي دي.

سره له دې چې دا میزایل شنډ کړل شوي دي، خو د سعودي دولتي اژانس وايي چې دوه ولسي خلک په ریاض کې د میزایلو په پرچو ژوبل شوي دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو د سعودي پوځ د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثي شیعه یاغیان تورن کړي چې دا میزایل یې توغولي دي.

تر دې مخکې هم حوثي یاغیانو په سعودي باندې میزایل توغولي ‌وو.

تېرکال د سعودي په هوايي ډګر باندې میزایل توغول شوي وو چې بیا د سعودي چارواکو وویل چې دا میزایل په ایران کې جوړ شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي