د هند لومړي وزیر:

افغانستان ته د هوایي دهلېز له لارې خوراکي توکي، درمل او طبي الات لیږو

12 حمل 1399 ساعت 15:58

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وایي، افغانستان ته به د هوایي دهلېز له لارې د خوراکي توکو، درملو او طبي الاتو لیږدولو ته ادامه ورکوي.


د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وایي، افغانستان ته به د هوایي دهلېز له لارې د خوراکي توکو، درملو او طبي الاتو لیږدولو ته ادامه ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د هند سفارت په ټویټر پاڼه لیکل شوي چې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي پرون ناوخته خپل سفیر ویني کومار سره د ویډیو له لارې خبرې وکړې.

په دغه معلوماتو کې ویل شوي لومړي وزیر ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د کرونا په حالت کې د خوراکي توکو، د هوایي دهلېز له لارې سوداګریزو اړیکو، درملو او روغتیایي توکو لیږدولو کې همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا، جرمني او چین هم له افغانستان سره د کرونا ویروس سره د مبارزې په پار د مرستو کولو اعلان کړی دی.

امریکا ویلي دوی به افغانستان ته د کرونا ویروس د مخینوي لپاره ۱۵میلیون ډالره ورکړي.

د یادونې ده، چې افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۷۴ تنو ته رسېدلې، چې څلور ترې مړه شوي او پنځه نور رغېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126467

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126467/

جمهور
  https://www.jomhornews.com