۰

جوزجان کې د ګازو ۳۲ نمبر څاه بریالی او د ګازو استخراج پیل شو

چهارشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۲
وروسته له څلور لسيزو څخه په لومړي ځل په افغانستان کې د طبيعي ګازو د څاه کيندنې چارې په برياليتوب سره ترسره شوې.
جوزجان کې د ګازو ۳۲ نمبر څاه بریالی او د ګازو استخراج پیل شو
وروسته له څلور لسيزو څخه په لومړي ځل په افغانستان کې د طبيعي ګازو د څاه کيندنې چارې په برياليتوب سره ترسره شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کانونو او پټرولیم وزارت د نفتو او ګازو د اکتشاف په موخه د جوزجان ولایت یتیم طاق ساحه کې دوه څاګانو ۳۲ او ۳۶ نمبر څاګانې اکتشاف پیل کړئ وو.

راپورونه وايي، خوشبختانه د یادې ساحې ۳۲ نمبر څا کامیابه شوه؛ او ګازو استخراج پیل شو.

د دې څاګانو ګاز به په مختلفو برخو کې استفاده شي؛ یوازې د ۳۲ نمبر څا سره به د افغانستان دولت سالانه ۸ اعشاریه ۵ میلونه ډالر عاید ترلاسه شي او زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیمه توګه کاري فرصتونه برابر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي