۰
د علماوو عالي کمېسیون:

لمونځونه په کور کې وکړی، غونډې او راټولېدنې مه کوۍ

یکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۲:۲۹
د کرونار ویروس د مخینوي او نه خورېدو له امله د علماوو ځانګړي عالي کمېسیون ټولې دیني، مذهبي، سیاسي او فرهنګي را ټولېدنې منع اعلان کړې.
لمونځونه په کور کې وکړی، غونډې او راټولېدنې مه کوۍ
د کرونار ویروس د مخینوي او نه خورېدو له امله د علماوو ځانګړي عالي کمېسیون ټولې دیني، مذهبي، سیاسي او فرهنګي را ټولېدنې منع اعلان کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه کمیسیون غړو نن د وري ۱۷ مه کابل کې د یوې غونډې پر مهال د فتوا په صادرلو سره له خلکو وغوښتل چې له دې وروسته دې لمنځونه په خپلو کورونو کې کوي او جوماتونو ته دې له تللو ډډه وکړي.

دغه علماوو وویل، چې فتوا یې د قران او احادیثو په رڼا کې صادره کړې ده.

دوی ویلي، هغه کسان چې له کرونا ناروغۍ څخه مړه کېږي باید د ډېر کم شمېر خپلو خپلوانو په حضور او د ځانګړو تدابیرو له مخې خاورو ته وسپارل شي.

د یاد کمېسیون رییس عبدالسلام عابد له حکومت وغوښتل چې د کرنا ناروغۍ تر ختمېدو پورې دې ټول حکومتي مالیات لغوه اعلان کړي.

د علماو کمېسیون دغه فتورا پر داسې مهال صادروي، چې په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۵۰ تنو ته رسېدلې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۰ مثبت پېښې ثبت شوې او یو تن بل ځینې مړ شوی دی.

تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا ویروس له امله ۸ تنه مړه شوي او ۱۷ تنه نور ترې رغېدلي دي.

دغه راز د عامې  روغتیا وزارت وايي، تر ۲ زره ډېرې زیاتې مشکوکې پېښې  لابراتوارونو ته رسېدلي، چې تر څېړنې لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي