۰
ایرو ایشیا ورځپاڼه:

د امریکا او طالبانو هوکړه د ماتېدو په حال کې ده

دوشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۳
ایرو ایشیا ورځپاڼې په یوه راپور کې د امریکا او طالبانو د هوکړې د ماتېدو د قوي احتمال خبر ورکړی دی.
د امریکا او طالبانو هوکړه د ماتېدو په حال کې ده
ایرو ایشیا ورځپاڼې په یوه راپور کې د امریکا او طالبانو د هوکړې د ماتېدو د قوي احتمال خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریه وايي، د امریکا او طالبانو تړون چې له ۲ کلونو په ترڅ کې له ۹ پړاوه مذاکراتو وروسته د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شو، تر ډېره د ماتېدو له ګواښ سره مخ دی.

ورځپاڼه وايي، دا ځکه چې یوه میاشت په تړون لا نه ده اوښتې چې دواړه لوري د توافق په اصلي مسیر نه ځي.

ورځپاڼه وايي، دوه ټکو ثابته کړه چې د دغې تړون د لاسلیکیدو په مخه کې خنډونه راپورته شوي، لومړی دا چې افغان حکومت د طالبانو په خوښه د د زندانیانو له خوشې کولو انکار کړی او دویم دا چې د افغانستان ټاکنې خورا جنجالي شوې.

ورځپاڼې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ جوړجاړي لپاره کابل ته د مایک پمپیو د سفر یادونه هم کړې ده او ویلي یې دي چې پمپیو دغه جنجال ناهیلی امریکا ته ستون کړی دی.

ورځپاڼه وايي، که څه هم امریکا د هوکړې په اساس له افغانستانه خپل ځواکونه باسي مګر په دغه هیواد کې ۴۰ کلن سیاسي او نظامي بحران پر ځای پاتې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم تېره ورځ په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې مقابل لوری د سولې هوکړې ته ژمن نه دی او نه یوازې دا چې بندیان یې خوشې نه شول، بلکې د دوی پر مرکزونو هم بریدونه روان دي چې طالبان به اړ کړي تر څو لوی بریدونه پيل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي