۰
عبدالمتین بیک:

طالبان په لویو بریدونو او جنایتونو کې د ښکېلو قوماندانانو خلاصون غواړي

دوشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۱۱
د سیمه ییزو ارګانونو رئیس عبدالمتین بیک وايي، طالبان د یو شمېر هغه بندیانو پر خلاصون ټینګار لري، چې هېواد کې د ستر. بریدونه او حملو پلانوونکي دي او له همدې امله تر اوسه د بندیانو د خلاصون بهیر ځنډېدلی.
طالبان په لویو بریدونو او جنایتونو کې د ښکېلو قوماندانانو خلاصون غواړي
د سیمه ییزو ارګانونو رئیس عبدالمتین بیک وايي، طالبان د یو شمېر هغه بندیانو پر خلاصون ټینګار لري، چې هېواد کې د ستر. بریدونه او حملو پلانوونکي دي او له همدې امله تر اوسه د بندیانو د خلاصون بهیر ځنډېدلی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي بیګ نن دوشنبه د وري ۱۸ مه  د یوې خبري ناستې پر مهال دغه څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې له همدې امله د طالب زندانیانو د خلاصون پروسه ځنډېدلې ده.

هغه زیاته کړه، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله ځکه ځنډېدلې، چې طالبان د خپلو هغو ۱۵ قومندانانو پر خلاصون ټینګار لري، چې هېواد کې د لویو بریدونو او حملو طراحان پېژندل شوي دي.

نوموړي و ویل، افغان حکومت له خپل اړخه د سولې د راوستو په موخه خپل دریځ کې نرمښت راوستی او له همدې امله د یو شمېر طالب بندیانو د خلاصون ژمنه یې کړې.

خو په وینا یې افغان حکومت نشي کولای د طالبانو هغه مهم بندیان خوشې کړي، چې د افغانانو په وینو یې لاسونه سره دي.

متین بیګ چې له طالبانو سره د مرکچي پلاوي غړی هم دی  طالبان پړه وګڼل چې د بندیانو د خلاصون چارې یې ځکه ټکنۍ کړي، چې تر بین الافغاني خبرو مخکې د خپلو مهمو بندیانو پر خلاصون ټینګار کوي.

دی وايي، د پنځه زره طالب بندیانو ژمنه امریکا طالبانو ته کړې، خو افغان حکومت نرمښت ښودلی او یو شمېر طالب بندیان به مشروط ډول او په څو پړاوونو کې آزاد کړي، چې لومړي پړاو کې به ۴۰۰ طالب بندیان له بنده آزاد شي.

ښاغلی بیک زیاته کړه، له څو ورځو راهیسې کابل کې د طالبانو مرکچي پلاوي او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو پر خلاصون بحثونه روان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي