۰

ناټو یو ځل بیا افغانستان کې له تل پاتې سولې او ثبات ملاتړ وکړ

چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۶
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، ناټو سازمان په افغانستان کې تل پاتې سولې او ثبات ته ژمن دی او له دغه هېواد سره به خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.
ناټو یو ځل بیا افغانستان کې له تل پاتې سولې او ثبات ملاتړ وکړ
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کي وايي، ناټو سازمان په افغانستان کې تل پاتې سولې او ثبات ته ژمن دی او له دغه  هېواد سره به خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کي دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر سره په تلېفوني اړیکه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لورو په افغانستان کې پر روان سیاسي وضعیت، سولې او له کرونا سره پر مبارزې خبرې کړې دي.

دوی همدا راز پر سیمه ییزو سیاسي مسایلو هم بحثونه کړې او  د ناټو ملکي استازي ویلي دوی په افغانستان کې له تلپاتې سولې او ثبات ملاتړ کوي او ددې هڅه کوي چې دلته روانه جګړه ډېره ژر د خبرو له لارې حل شي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي اتمر هم ویلي افغان حکومت د سولې لپاره هڅه کوي او د نړیوالو متحدینو ملاتړ په دې برخه کې مهم دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي