افغانستان کې د کرونا تاز ۲۱ پېښې ثبت شوې، ټولې ۴۴۴ ته ورسېدې

20 حمل 1399 ساعت 21:21

د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې کرونا ویروس تازه ۲۱ نورې پېښې هم ثبت شوې، چې په دې سره د مثبتو پېښو شمېر ۴۴۴ تنو ته ورسېده.


د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې کرونا ویروس تازه ۲۱ نورې پېښې هم ثبت شوې، چې په دې سره د مثبتو پېښو شمېر ۴۴۴ تنو ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار زیاتوي، چې دغه ۲۱ مثبتې پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي.

دغه پېښې په کابل، غزني، میدان وردګ، بغلان،لوګر،هلمند او تخار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د یادونې ده، چې د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې د مړو شویو کسانو شمېر هم ۱۵ تنو ته رسېدلی، چې یو تن یې نن په بلخ ولایت کې د کرونا ویروس له امله مړ شوی دی.

دغه راز له یادې ناورغۍ څخه تر اوسه پورې ۲۰ تنه رغېدلي هم دي.

د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې پېښې په هرات او کابل ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي، چې که خلک کرونا جدي ونه نیسي او ګرځبندیز ته جدي پام ونه کړي، نو لوی ناورین به رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 126768

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126768/

جمهور
  https://www.jomhornews.com