۰

افغانستان کې د کرونا تاز ۲۱ پېښې ثبت شوې، ټولې ۴۴۴ ته ورسېدې

چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۱:۲۱
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې کرونا ویروس تازه ۲۱ نورې پېښې هم ثبت شوې، چې په دې سره د مثبتو پېښو شمېر ۴۴۴ تنو ته ورسېده.
افغانستان کې د کرونا تاز ۲۱ پېښې ثبت شوې، ټولې ۴۴۴ ته ورسېدې
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې کرونا ویروس تازه ۲۱ نورې پېښې هم ثبت شوې، چې په دې سره د مثبتو پېښو شمېر ۴۴۴ تنو ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار زیاتوي، چې دغه ۲۱ مثبتې پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي.

دغه پېښې په کابل، غزني، میدان وردګ، بغلان،لوګر،هلمند او تخار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د یادونې ده، چې د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې د مړو شویو کسانو شمېر هم ۱۵ تنو ته رسېدلی، چې یو تن یې نن په بلخ ولایت کې د کرونا ویروس له امله مړ شوی دی.

دغه راز له یادې ناورغۍ څخه تر اوسه پورې ۲۰ تنه رغېدلي هم دي.

د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې پېښې په هرات او کابل ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي، چې که خلک کرونا جدي ونه نیسي او ګرځبندیز ته جدي پام ونه کړي، نو لوی ناورین به رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي