پر بګرام نظامي اډه راکیټي برید شوی دی

21 حمل 1399 ساعت 10:17

کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې په بګرام نظامي اډه توغنديي برید شوی، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.


کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې په بګرام نظامي اډه توغنديي برید شوی، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د بګرام له قلعچې سیمې پر دغه نظامي اډه پنځه توغندي توغول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت هم وایي چې پنځه شارتېدونکې ګولۍ په یوه کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوې وې او د بګرام پر هوايي ډګر توغول شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په پېښه کې موټر سوی خو له امله یې چا ته تلفات نه دي اوښتي.

تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126781

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126781/

جمهور
  https://www.jomhornews.com