۰

پر بګرام نظامي اډه راکیټي برید شوی دی

پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۷
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې په بګرام نظامي اډه توغنديي برید شوی، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
پر بګرام نظامي اډه راکیټي برید شوی دی
کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې په بګرام نظامي اډه توغنديي برید شوی، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د بګرام له قلعچې سیمې پر دغه نظامي اډه پنځه توغندي توغول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت هم وایي چې پنځه شارتېدونکې ګولۍ په یوه کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوې وې او د بګرام پر هوايي ډګر توغول شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په پېښه کې موټر سوی خو له امله یې چا ته تلفات نه دي اوښتي.

تر اوسه ددغه پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي