سعودي له حوثيانو سره دوه اونیز اوربند اعلان کړ

21 حمل 1399 ساعت 10:44

د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ټلواله غواړي په یمن کې له حوثي یاغیانو سره اوربند وکړي.


د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ټلواله غواړي په یمن کې له حوثي یاغیانو سره اوربند وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی دی چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه او دغه راز ددغه سازمان د سولې د هڅو په دوام له حوثي یاغیانو سره دوه اونیز اوربند کوي.

دغه اوربند به د پنجشنبې له شپې پیلېږي او تر دوو اونیو به دوام کوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې حوثي یاغیان به دغه اوربند ومني کنه خو سعودي عربستان وايي دوی اوربند ته تیار دي.

حوثي یاغیان له څو کلونو راهیسې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف سره په جګړه بوخت دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126786

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126786/

جمهور
  https://www.jomhornews.com