۰

سعودي له حوثيانو سره دوه اونیز اوربند اعلان کړ

پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۴
د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ټلواله غواړي په یمن کې له حوثي یاغیانو سره اوربند وکړي.
سعودي له حوثيانو سره دوه اونیز اوربند اعلان کړ
د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ټلواله غواړي په یمن کې له حوثي یاغیانو سره اوربند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سعودي عربستان حکومت اعلان کړی دی چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه او دغه راز ددغه سازمان د سولې د هڅو په دوام له حوثي یاغیانو سره دوه اونیز اوربند کوي.

دغه اوربند به د پنجشنبې له شپې پیلېږي او تر دوو اونیو به دوام کوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې حوثي یاغیان به دغه اوربند ومني کنه خو سعودي عربستان وايي دوی اوربند ته تیار دي.

حوثي یاغیان له څو کلونو راهیسې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف سره په جګړه بوخت دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي