افغانستان کې د کرونا ۴۰ تازه پېښې ثبت شوې، ټولې ۴۸۴ شوې

21 حمل 1399 ساعت 12:34

د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس ۴۰ نورې تازه پېښې هم ثبت شوي دي.


د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس ۴۰ نورې تازه پېښې هم ثبت شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارت د معلوماتو پر بنسټ دغه ۴۰ پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دې سره په هېواد کې د کرونا ویروس اخته کسانو شمېر ۴۸۴ تنو ته ورسېده.

په تازه ثبت شویو پېښو کې ۹ یې یوازې په کندهار ولایت او پاتې نور د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د یادونې ده، چې د کرونا له امله تر اوسه پورې د یوه ډاکتر په ګډون ۱۵ تنه مړه شوي او ۳۲ نور ترې رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 126793

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126793/

جمهور
  https://www.jomhornews.com