۰

افغانستان کې د کرونا ۴۰ تازه پېښې ثبت شوې، ټولې ۴۸۴ شوې

پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۴
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس ۴۰ نورې تازه پېښې هم ثبت شوي دي.
افغانستان کې د کرونا ۴۰ تازه پېښې ثبت شوې، ټولې ۴۸۴ شوې
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس ۴۰ نورې تازه پېښې هم ثبت شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت د معلوماتو پر بنسټ دغه ۴۰ پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دې سره په هېواد کې د کرونا ویروس اخته کسانو شمېر ۴۸۴ تنو ته ورسېده.

په تازه ثبت شویو پېښو کې ۹ یې یوازې په کندهار ولایت او پاتې نور د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د یادونې ده، چې د کرونا له امله تر اوسه پورې د یوه ډاکتر په ګډون ۱۵ تنه مړه شوي او ۳۲ نور ترې رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي