کندهار کې چاودنې درې ملکیان وژلي دي

23 حمل 1399 ساعت 9:27

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې پنځو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنې پنځو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ویلي، پېښه پرون جمعه ماښام مهال د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، خلک په یوه ځای کې د مېلې لپاره راټول شوي و، چې د ده په وینا د مخالفینو له خوا اېښودل شوي ماین پرې وچاودېد.

د کندهار د پولیسو ویاند وايي، په دغه چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي، دغه چاودنه کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قوماندان ورور میر محمد د خپلو درېیو ساتونکو سره وژل شوی او دوه پولیس ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 126836

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126836/

جمهور
  https://www.jomhornews.com