۰

کابل کې د دوه نورو اونیو لپاره هم ګرځبندیز اعلان شو

یکشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۱
د کابل والي په دغه ښار کې د کرونا ویروس د مخنیوي په پار د دوه نورو اونیو لپاره هم له شرایطو سره سم ګرځبندیز وغځاوه.
کابل کې د دوه نورو اونیو لپاره هم ګرځبندیز اعلان شو
د کابل والي په دغه ښار کې د کرونا ویروس د مخنیوي په پار د دوه نورو اونیو لپاره هم له شرایطو سره سم ګرځبندیز وغځاوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والي یعقوب حیدري وايي، د کرونا د زیاتېدو وېره ده او له قرطین پرته یې د مخنیوي بله لار نشته نو ځکه یې ګرځبندیز د دوه نورو اونیو لپاره هم وغځاوه.

نوموړي چې پرون شنبې د وري ۲۳ مه خبري ناسته کې خبرې کولې و ویل، چې روانه او راتلونکې اونۍ پلازمېنه کابل کې د کرونا ویروس د خورېدو لا ډېره وېره ده.

دی وايي د ګرځبندیز تر څنګ یې کابل ښار ته له پروان، کاپيسا، وردګو او لوګر ولایتونو راغلې  لارې هم د ترافیکو پر مخ تړلې دي، خو زیاتوي، چې د لومړنیو توکو لېږدوونکي ګاډي به پلازمېنې کابل ته پرېښودل کېږي.

دغه راز د کابل والي یعقوب حیدر وايي، ۳۰ ټيمونه يې ګمارلي چې په پلازمېنه کې به د مرستو او د دولتي تدابیرو څرنګوالی څاري.

په کابل کې ګرځبندیز پر داسې مهال د دوه اونیو لپاره غځول کېږي، چې په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۵۵ تنو ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه په کرونا له اخته کسانو ۱۸ تنه مړه شوي او ۳۷ تنه نور رغېدلي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د کرونا ویروس پېښې تر ټولو ډېرې په هرات او په دوهم قدم په کابل کې ډېرې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي