کورنیو چارو وزارت ۱۰۰۰ پولیس له دندې د ناوړه ګټنې په تور نیولي

24 حمل 1399 ساعت 10:19

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، د دغه وزارت ۱۰۰۰ تنه پولیس منسوبین له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیول شوي دي.


د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، د دغه وزارت ۱۰۰۰ تنه پولیس منسوبین له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اندارابي ویلي، دغه  شمېر پولیس منسوبین په تېر یوه کار کې له دندې د ناوړه ګټې اخیستې په جرم نیول شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په نیول شویو کسانو کې یو شمېر لوړ پوړي افسران هم شامل دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، له دندې ناوړه ګټنه د زغم وړ نه ‌ده.

د هغه په وینا دوی ژمن دي، چې په کورنیو چارو وزارت کې اصلاحات راولي او د پولیسو ځواک په مسلکي او تخنیکي ډول پیاوړی شي، څو د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وشي.

دا په داسې حال کې چې ډېر کله له خلکو سره د پولیسو د ناوړه چلند سربېره، په دې ځواک کې د فساد په اړه هم شکایتونه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 126879

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/126879/

جمهور
  https://www.jomhornews.com