۰

کورنیو چارو وزارت ۱۰۰۰ پولیس له دندې د ناوړه ګټنې په تور نیولي

یکشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۹
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، د دغه وزارت ۱۰۰۰ تنه پولیس منسوبین له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت ۱۰۰۰ پولیس له دندې د ناوړه ګټنې په تور نیولي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي، د دغه وزارت ۱۰۰۰ تنه پولیس منسوبین له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اندارابي ویلي، دغه  شمېر پولیس منسوبین په تېر یوه کار کې له دندې د ناوړه ګټې اخیستې په جرم نیول شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په نیول شویو کسانو کې یو شمېر لوړ پوړي افسران هم شامل دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، له دندې ناوړه ګټنه د زغم وړ نه ‌ده.

د هغه په وینا دوی ژمن دي، چې په کورنیو چارو وزارت کې اصلاحات راولي او د پولیسو ځواک په مسلکي او تخنیکي ډول پیاوړی شي، څو د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وشي.

دا په داسې حال کې چې ډېر کله له خلکو سره د پولیسو د ناوړه چلند سربېره، په دې ځواک کې د فساد په اړه هم شکایتونه کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي