د کرونا ویروس له امله څلورم افغان ډاکتر هم ومړ

1 ثور 1399 ساعت 9:08

د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم ته نېږدې کس بابر فرهمند د جوزجان ولایت د ولایتي روغتون یو ډاکتر هم د کرونا ویروس له امله مړ شوی دي.


د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم ته نېږدې  کس بابر فرهمند د جوزجان ولایت د ولایتي روغتون یو ډاکتر هم د کرونا ویروس له امله مړ شوی دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې فرهمند وايي، دغه ډاکتر محمد داود پویا نومېږي او د ولایتي روغتون د جراحۍ متخصص وو.

د هغه په وینا ډاکتر محمد داود پویا هم کرونا ناروغي درلوده او د همدې ناروغۍ له امله مړه شو.

نوموړي د جوزجان ولایت له ځایي چارواکو غوښتي، چې د ډاکټر پویا کورنۍ او خپلوانو ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو پدې سیمه کې د کورونا ویروس خپریدو مخنیوی وشي.

د عامې روغتیا وزرات تر اوسه نه ده تاييد کړې، چې رښتیا هم دغه ډاکتر د کرونا ناورغۍ له امله مړ شوی که څنګه.

د یادونې ده، په افغانستان کې تر دا مهاله ۹۹۶ تنه په کرونا ناورغۍ اخته شوي، چې ۳۴ یې مړه شوي او ۱۴۱ نور روغ شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 127108

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127108/

جمهور
  https://www.jomhornews.com