د ملي جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم ته نېږدې کس بابر فرهمند د جوزجان ولایت د ولایتي روغتون یو ډاکتر هم د کرونا ویروس له امله مړ شوی دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فرهمند وايي، دغه ډاکتر محمد داود پویا نومېږي او د ولایتي روغتون د جراحۍ متخصص وو.
د هغه په وینا ډاکتر محمد داود پویا هم کرونا ناروغي درلوده او د همدې ناروغۍ له امله مړه شو.
نوموړي د جوزجان ولایت له ځایي چارواکو غوښتي، چې د ډاکټر پویا کورنۍ او خپلوانو ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو پدې سیمه کې د کورونا ویروس خپریدو مخنیوی وشي.
د عامې روغتیا وزرات تر اوسه نه ده تاييد کړې، چې رښتیا هم دغه ډاکتر د کرونا ناورغۍ له امله مړ شوی که څنګه.
د یادونې ده، په افغانستان کې تر دا مهاله ۹۹۶ تنه په کرونا ناورغۍ اخته شوي، چې ۳۴ یې مړه شوي او ۱۴۱ نور روغ شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل