کابل کې د شینوزاده روغتون مشر هم د کرونا له امله مړ شو

1 ثور 1399 ساعت 13:02

راپورونه وايي، پلازمېنه کابل کې کې د یوه خصوصي روغتون مشر د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی دی.


راپورونه وايي، پلازمېنه کابل کې  کې د یوه خصوصي روغتون مشر د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د معلوماتو له مخې په کابل ښار کې د شینوزاده خصوصي روغتون مشر حاجي عظیم په کرونا ویروس اخته شوی و چې له همدې امله یې سا ورکړې ده.

د عامې روغتیا وزارت هم ددغه خبر پخلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په جوزجان ولایت کې هم یو ډاکتر د کرونا ویروس له امله مړه شوی وو.

دا په هېواد کې څلورم افغان ډاکتر و، چې د کرونا ویروس له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.

د یادونې ده، چې دا مهال په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۲۶ تنو پورې رسېدلی، چې ۱۳۴ تنه په کې  روغتیايي کارکوونکي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه له کرونا ۱۴۱ تنه روغ شوي او ۳۶ نور ژوند له لاسه ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127126

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127126/

جمهور
  https://www.jomhornews.com