راپورونه وايي، پلازمېنه کابل کې کې د یوه خصوصي روغتون مشر د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د معلوماتو له مخې په کابل ښار کې د شینوزاده خصوصي روغتون مشر حاجي عظیم په کرونا ویروس اخته شوی و چې له همدې امله یې سا ورکړې ده.
د عامې روغتیا وزارت هم ددغه خبر پخلی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون په جوزجان ولایت کې هم یو ډاکتر د کرونا ویروس له امله مړه شوی وو.
دا په هېواد کې څلورم افغان ډاکتر و، چې د کرونا ویروس له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.
د یادونې ده، چې دا مهال په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۲۶ تنو پورې رسېدلی، چې ۱۳۴ تنه په کې روغتیايي کارکوونکي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه له کرونا ۱۴۱ تنه روغ شوي او ۳۶ نور ژوند له لاسه ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل