نریندا مودي:

هند او افغانستان د کرونا پر وړاندې ګډه مبارزه کوي

2 ثور 1399 ساعت 9:38

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، هېواد یې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي.


د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، هېواد یې له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  ښاغلي مودي په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، هند او افغانستان د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړه او اوس ددې وخت دی چې د کرونا ویروس پر وړاندې هم ګډه مبارزه وکړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې هند د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او د اړتیا پر مهال افغانستان ته مرستې لېږي.

د یادونې ده ښاغلي مودي دغه څرګندونې د ولسمشر غني د وروستیو ټوېټونو په ځواب کې کړې چې له هند یې د درملو او غنمو د رالېږلو له درکه مننه کړې وه.

هند ژمنه کړې چې په نږدې ورځو کې به افغانستان ته تر ۷۵ زره ټنه پورې غنم رسوي چې د دې غنمو لومړۍ جوپه تېره ورځ افغانستان ته را رسېدلې ده.

دغه راز هند په دې وروستیو کې د کرونا ناروغانو لپاره کارول کېدونکي ځانګړي درمل هم کابل ته را لېږلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127147

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127147/

جمهور
  https://www.jomhornews.com