۰
نړیوال بانک:

افغانستان کې د ځینو پروژو پیسې کرونا ضد مبارزې ته لېږدوو

چهارشنبه ۳ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۰
افغانستان کې د نړیوال بانک رییس وايي، دوی په افغانستان کې د خپلو ځینو پروژو پیسې د کرونا ضد مبارزه کې مرستو ته لېږدوي.
افغانستان کې د ځینو پروژو پیسې کرونا ضد مبارزې ته لېږدوو
افغانستان کې د نړیوال بانک رییس وايي، دوی په افغانستان کې د خپلو ځینو پروژو پیسې د کرونا ضد مبارزه کې مرستو ته لېږدوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نړیوال بانک رییس هنري کرالي دغه څرګندونې د ماليې له سرپرست وزیرعبدالهادی ارغندیوال سره په کتنه کې کړې  دي.

دواړه لوري پر بېلا بېلو مسایلو خبرې کړي او کرالي ویلي چې افغانستان اوس تر هر څه وړاندې له کرونا سره د مبارزې لپاره مرستو ته اړتیا لري او نړیوال بانک تیار دی چې مرستو ته ادامه ورکړي.

ښاغلي کرالي زیاته کړې، دوی سل میلیونه ډالر افغانستان ته ورکړي دي، چې تدارکاتي چارې به یې اسانه شي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې د ځينو پروژو پیسې به هم له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړې شي.

د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال هم د نړیوال بانک له مرستو مننه کړې ده او په خبره یې دوی په دې لټه کې دي چې د کرونا وبا د پرمختګ مخنیوی وکړي او په دې برخه کې همکاریو او مرستو ته اړتیا لري.

د یادونې ده، چې نړیوال بانک تر دې وړاندې له افغانستان سره د ۱۰۴ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی، چې ۴۰ میلیونه به یې د کرونا ضد مبارزه او ۶۰ میلیونه به یې په راتلونکو څلورو کارونو کې د افغانستان د روغتیايي سکتور د ودې په موخه ولګول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي