هند:

که افغانستان وغواړي روغتیایي ټیمونه ورلېږلی شو

6 ثور 1399 ساعت 11:55

هند وايي د روغتیايي کارکوونکو په ګډون یې نظامي ټیمونه افغانستان او نورو ملګرو هېوادونو ته له کرونا سره د مبارزې په موخه لېږلو ته تیار دي.


هند وايي د روغتیايي کارکوونکو په ګډون یې نظامي ټیمونه افغانستان او نورو ملګرو هېوادونو ته له کرونا سره د مبارزې په موخه لېږلو ته تیار دي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند حکومت ویلي تر دې دمه یې له کوېټ او مالدیف پرته بل هېواد ته خپل سرتېري او روغتیايي کارکوونکي نه دي لېږلي.

په راپور کې ویل شوي، دوی افغانستان، سریلانکا یا بنګلدیش ته هغه وخت خپل سرتېري او روغتیايي ټیمونه لېږي چې دوی یې غوښتنه وکړي.

د هند حکومت زیاته کړې د دوی ټیمونه د تیارسی په حال کې دي او هڅه کوي له کرونا سره د مبارزې لپاره له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره مرسته وکړي.

سرچینې ویلي که اړتیا پېښه شي او افغانستان غوښتنه ترې وکړي نو د دوی ټیمونه د تیارسی په حال کې دي او دغه هېواد ته به یې لېږي.

د یادونې ده، چې هند په دې نږدې ورځو کې له افغانستان سره د غنمو او درملو مرسته هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127264

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127264/

جمهور
  https://www.jomhornews.com