امریکا بیا پر طالبانو د اوربند غږ کړی دی

7 ثور 1399 ساعت 10:08

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وايي، د دې وخت دي، چې په افغانستان کې اوربند او سوله وشي.


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وايي، د دې وخت دي، چې په افغانستان کې اوربند او سوله وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، د سولې او اوربند په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان له اعلامیې ملاتړ کوي.

نوموړي وايي، د اسلامي همکاریو سازمان تل هڅه کړې چې به افغانستان کې سوله تامین شي او د جګړې د پای ته رسولو په هڅه کې د دغه سازمان فعالیتونه د قدر وړ دي.

خلیلزاد ټینګار کړي، د دې وخت دی چې په افغانستان کې ټول ښکېل لوري بین الافغاني خبرې پيل کړي او له جګړو لاس واخلي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تېره ورځ هم ویلي وو چې د ناټو ټول غړي هېوادونه په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو ملاتړي دي او ټولو ته په کار ده چې اختلافونه حل کړي او اوربند ته غاړه کېږدي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت، ملګروملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو او د اسلامي همکاریو سازمان په دې وروستیو کې په وار وار له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127293

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127293/

جمهور
  https://www.jomhornews.com