د تدارکاتو کمېسیون د ۴۸ تدارکاتي موادو اخیستنه منظوره کړه

9 ثور 1399 ساعت 10:08

د ملي تدارکاتو کمېسیون په کرونا ویروس د اخته کسانو سره د مرستې لپاره د ونتیلاتور (مصنوعي تنفس )د پنځه سوه دستګاوو د اخیستلو په ګډون ۴۸ تدارکاتي موارد منظور کړل.


د ملي تدارکاتو کمېسیون په کرونا ویروس د اخته کسانو سره د مرستې لپاره د ونتیلاتور (مصنوعي تنفس )د پنځه سوه دستګاوو د اخیستلو په ګډون ۴۸ تدارکاتي موارد منظور کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، دغه ۴۸ تدارکاتي مواردو لګښت ۱۲.۵ میلیارد افغانۍ دی.

دغه راز په دې غونده کې ۳۱۳ میلیون افغانۍ د جبل السراج د ماڼۍ او د پغمان د بالا باغ د ماڼۍ او دغه راز په هېواد کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې.

همدارنګه د ونتیلاتور (مصنوعي تنفس )د پنځه سوه دستګاوو د اخیستلو پریکړه شوې ده.

ولمسشر غني په دغه غونډه کې د پروژو د ګټورتوب او شفافیت په اړه اړونده چارواکو ته سپارښتنه وکړه، تر څو د نړیوالو تمویلونکو سره په ګډه همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127352

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127352/

جمهور
  https://www.jomhornews.com