د ملي تدارکاتو کمېسیون په کرونا ویروس د اخته کسانو سره د مرستې لپاره د ونتیلاتور (مصنوعي تنفس )د پنځه سوه دستګاوو د اخیستلو په ګډون ۴۸ تدارکاتي موارد منظور کړل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، دغه ۴۸ تدارکاتي مواردو لګښت ۱۲.۵ میلیارد افغانۍ دی.
دغه راز په دې غونده کې ۳۱۳ میلیون افغانۍ د جبل السراج د ماڼۍ او د پغمان د بالا باغ د ماڼۍ او دغه راز په هېواد کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې.
همدارنګه د ونتیلاتور (مصنوعي تنفس )د پنځه سوه دستګاوو د اخیستلو پریکړه شوې ده.
ولمسشر غني په دغه غونډه کې د پروژو د ګټورتوب او شفافیت په اړه اړونده چارواکو ته سپارښتنه وکړه، تر څو د نړیوالو تمویلونکو سره په ګډه همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل