ولسمشر د ځانګړو او هوايي ځواکونو ستونزې و ارزولې

9 ثور 1399 ساعت 10:12

ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړو ځواکونو د قول اردوګانو او دغه راز د هوايي ځواک ستونزې او مشکلات د اړونده بنسټونو د چارواکو سره وجاجلې.


ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړو ځواکونو د قول اردوګانو او دغه راز د هوايي ځواک ستونزې او مشکلات د اړونده بنسټونو د چارواکو سره وجاجلې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون دوشنبې د غوايي ۸ مه د ویډیويي کنفرانس له لارې د ځانګړو ځواکونو او د هوايي ځواکونو د قول اردوګانو له قوماندانانو سره خبرې وکړې.

د ارګ خبرپاڼه وايي، په دغه ویډیويي کنفرانس کې لومړی د ځانګړو ځواکونو قوماندان ډګر جنرال محمد فرید احمدي او د هوايي قول اردو قوماندان ډګر جنرال فهیم رامین خپل راپورونه، راتلونکي پلاونه او د اړونده قطعاتو ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړې.

سرچینه وايي، ولسمشر غني دغه چارواکو ته په وخت د ځواکونو د اړتیاو، د هغوی د مادي او تنخیکي ستونزو د حل او پر هغوی د پانګونې لپاره لازمې لارښودنې وکړې.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د دغه دوه بنسټونو قوماندانان باید د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره جدي تدابیر د خپل پرسونل د ساتنې لپاره ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127354

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127354/

جمهور
  https://www.jomhornews.com