۰

اروپايي ټولنې له عبدالله غوښتي، چې نور خپل مخالفت پای ته ورسوي

پنجشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۹
د اروپايي اتحادیې د پلاوي مشر او په کابل کې د دې ټولنې د غړیو هېوادونو سفیرانو او استازو له عبدالله عبدالله په کلکه غوښتي، چې نور خپل سیاسي مخالفت پای ته ورسوي.
اروپايي ټولنې له عبدالله غوښتي، چې نور خپل مخالفت پای ته ورسوي
د اروپايي اتحادیې د پلاوي مشر او په کابل کې د دې ټولنې د غړیو هېوادونو سفیرانو او استازو له عبدالله عبدالله په کلکه غوښتي، چې نور خپل سیاسي مخالفت پای ته ورسوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اروپايي اتحادیې د پلاوي له خوا پرون چهارشنبې د اپرېل ۲۹ مه په یوه بیان کې ویل شوي چې د افغانستان له پخواني اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سره یې په صوتي تماس کې هغه ته په کلکه وویل چې نور باید سیاسي اختلافات پای ته ورسېږي.

په دغه بیان کې  ویل شوي که کورني سیاسي اختلافات دوام وکړي، د افغانستان او افغانانو د ښېګڼې راتلونکې به له خطر سره مخامخ شي.

اروپايي اتحادیې ټینګار کړی چې باید د افغانانو خیر او ښګېڼې ته لومړیتوب ورکړل شي.

دې اتحادیې عبدالله عبدالله ته همداراز ویلي، مهمه دا ده چې د کورونا وایرس د وبا په وړاندې په ګډه د ځواب ویلو هڅه وشي او د سولې خبرې پیل شي چې تر هر څه مهمې دي.

بیان کې ویل شوي «د افغانستان د دوست او یوه مهم مرستندوی په توګه، موږ په دې هم اندېښنه ښیو چې په (یادو برخو کې) نه پرمختګ کېدای شي د افغانستان له امنیت او پرمختګ سره پر مرستو اغېز وکړي.»

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله، په خپله ټویټرپانه لیکلي، چې د اروپايي اتحادیې سفیرانو ته یې ډاډ ورکړ چې د کورونا وایرس ستونزې ته د پام اړولو په خاطر د سیاسي اختلاف حل کولو ته لېواله دی.

عبدالله همداراز ویلي «موږ د اوربند پر اهمیت هم ټینګار وکړ.»

د راپورونو له مخې، عبدالله عبدالله حاضر شوی چې د سولې د مصالحتي شورا د مشرۍ لپاره د ولسمشر غني وړاندیز ومني خو د ده په ايتلاف کې ځینې شامل مشران لکه صلاح الدین رباني او احمدضیا مسعود حاضر نه دي چې عبدالله عبدالله دا چوکۍ ومني.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي