یوناما:

د سولې خبرې باید د بیان ازادي او نور بشري حقونه خوندي کړي

14 ثور 1399 ساعت 11:27

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، د سولې خبرې باید د بیان ازادي او نور بشري حقونه خوندي کړي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، د سولې خبرې باید د بیان ازادي او نور بشري حقونه خوندي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر نن دوشنبې د غوايي ۱۴ مه د مطبوعاتو د نړیوالې د ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دوی په افغانستان کې د بیان د ازادۍ ملاتړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د بیان ازادي په افغانستان کې یوه مهمه لاس ته راوړنه ده چې د سولې په خبرو کې باید معامله ورباندې و نه شي.

یوناما وايي، د سولې خبرې باید د بشر له ټولو اساسي حقونو په تېره د بیان له ازادۍ ملاتړ وکړي.

سرچینې په رسنیو غږ کړی دی چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو د یووالي، سولې او کرونا ویروس ضد مبارزې لپاره کار وکړي او په دې ټوګه خپل هېواد له یوه پېښېدونکي بحران وژغوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127503

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127503/

جمهور
  https://www.jomhornews.com