په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، د سولې خبرې باید د بیان ازادي او نور بشري حقونه خوندي کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر نن دوشنبې د غوايي ۱۴ مه د مطبوعاتو د نړیوالې د ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دوی په افغانستان کې د بیان د ازادۍ ملاتړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، د بیان ازادي په افغانستان کې یوه مهمه لاس ته راوړنه ده چې د سولې په خبرو کې باید معامله ورباندې و نه شي.
یوناما وايي، د سولې خبرې باید د بشر له ټولو اساسي حقونو په تېره د بیان له ازادۍ ملاتړ وکړي.
سرچینې په رسنیو غږ کړی دی چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو د یووالي، سولې او کرونا ویروس ضد مبارزې لپاره کار وکړي او په دې ټوګه خپل هېواد له یوه پېښېدونکي بحران وژغوري.
جمهورخبري آژانس:کابل