د برېښنا شرکت ۴ کارکوونکي ماین چاودنه کې ټپیان شوي دی

15 ثور 1399 ساعت 11:33

د برښنا شرکت مسوولین وايي، د دغه شرکت په کارکوونکو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې څلور تنه په کې ټپیان شوي دي.


د برښنا شرکت مسوولین وايي، د دغه شرکت په کارکوونکو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې څلور تنه په کې ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه چاودنه نن دوشنبې د غوايي ۱۵ مه هغه مهال شوې، چې شرکت کارکونکي د یوې الوځول شوې پایې د جوړولو لپاره سیمې ته ور روان وو.

د برېښنا شرکت مسوولین وايي، ناپېژانده کسانو تېره شپه په چمتله سیمه کې د واردادتي برېښنا یوه پایه په ماین الوځولې وه.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه پایې د جوړولو لپاره د شرکت کارکوونکي سیمې ته روان و، چې چاودنه پرې شوې او څلور تنه یې ټپیان کړي دي.

د برېښنا شرکت وايي، په ټپیانو کې دوه انجینران هم شامل دي، چې روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا یوه پایه د وسله والو کسانو له خوا الوځول شوې وه، چې له پنځه ورځې کار وروسته بېرته جوړه شوه.

د دغه پایې تر نړېدو وروسته ملي امنیت خبر ورکړ، چې د یادې پایې ۶ تنه نړونکي مجرمان یې نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127530

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127530/

جمهور
  https://www.jomhornews.com