طالبان: د زندانیانو د خلاصون لړۍ نور هم باید چټکه شي

16 ثور 1399 ساعت 10:04

د افغان حکومت له لوري د طالب زندانیانو له پرلپسې خوشي کولو سره سره طالبانو د خپلو زندانیانو د خلاصون لړۍ د چټکه کېدو غوښتنه کړې ده.


د افغان حکومت له لوري د طالب زندانیانو له پرلپسې خوشي کولو سره سره طالبانو د خپلو زندانیانو د خلاصون لړۍ د چټکه کېدو غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین د بندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي دا پروسه باید لا ګړندۍ شي.

نوموړي تېره شپه په خپل ټوېټر پاڼه تایید کړې، چې په تېرو ۳ ورځو کې  د طالبانو تر ۳۰۰ پورې بندیان خوشي شوي دي.

خو په وینا یې  دا جریان کافي نه دی باید د کرونا ویروس څخه د ژغورل کېدو لپاره دا پروسه چټکه او راتلونکو بین‌الافغاني مذاکرو ته ژر لار اواره شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند زیاته کړې، چې دوی به هم د زندانیانو د خلاصون لړۍ ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا په تېرو ۳ ورځو کې تر ۳۰۰ پورې او ټول کابو ۸ سوه طالب زندانیان تر اوسه خوشي کړي.

خو طالبانو بیا تر اوسه یوازې ۱۱۴ تنه زندانیان خوشي کړي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا په وینا ډېری یې ملکي وګړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127552

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/127552/

جمهور
  http://jomhornews.com