د افغان حکومت له لوري د طالب زندانیانو له پرلپسې خوشي کولو سره سره طالبانو د خپلو زندانیانو د خلاصون لړۍ د چټکه کېدو غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین د بندانیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي دا پروسه باید لا ګړندۍ شي.
نوموړي تېره شپه په خپل ټوېټر پاڼه تایید کړې، چې په تېرو ۳ ورځو کې د طالبانو تر ۳۰۰ پورې بندیان خوشي شوي دي.
خو په وینا یې دا جریان کافي نه دی باید د کرونا ویروس څخه د ژغورل کېدو لپاره دا پروسه چټکه او راتلونکو بینالافغاني مذاکرو ته ژر لار اواره شي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند زیاته کړې، چې دوی به هم د زندانیانو د خلاصون لړۍ ته دوام ورکړي.
د یادونې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا په تېرو ۳ ورځو کې تر ۳۰۰ پورې او ټول کابو ۸ سوه طالب زندانیان تر اوسه خوشي کړي.
خو طالبانو بیا تر اوسه یوازې ۱۱۴ تنه زندانیان خوشي کړي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا په وینا ډېری یې ملکي وګړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل