ایرو ایشیا په یوه مقاله کې وايي، پاکستان په افغانستان کې د یوه لاسپوڅي او کمزوري حکومت د جوړېدو په لټه کې دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ د افغان سولې او په هغه کې د پاکستان د اغېز په اړه لیکنه کې ویلي، پاکستان د مجاهدینو د حکومت د جوړېدو له پیله تر دې دمه په دې لټه کې دی چې په افغانستان کې یو لاسپوڅی نظام موجود وي او د پاکستان فرمایشونه پر ځای کړی شي.
ایرو ایشیا لیکي چې اوس د سولې په پروسه کې هم پاکستان ته تر هر څه خپلې ګټې او ستراتيژیک عمق مهم دی او د دې کار لپاره یې کلونه کلونه هڅه کړې چې په افغانستان کې د دوی په خوښه حکومت جوړ شي.
په مقاله کې راغلي، پاکستان غواړي په دې توګه په سیمه کې د هند پر وړاندې ځان پیاوړی کړي او پر افغانستان ولکه ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل