د حکومت د رهبرۍ غونډې کې د ګمرکونو او بندرونو د امنیت په تامین خبرې شوې او ولسمشر اړونده مسوولینو ته سپارتنه کړې، چې د ګمرکونو امنیت تامیین کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه نن چهارشنبې د غوايي ۱۷مه د ویډیويي کنفرانس پر مټ ارګ کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې، د هیواد د ګمرکونو او بندرونو په امنیتي ستونزو خبرې وشوې او د مالیې وزارت مسوولینو په ځانګړي ډول د هرات او کندهار ولایتونو د ګمرکونو ستونزې مطرح کړې.
ولسمشر غني غني امنیت شورا، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره د دغو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.
همداراز د حکومت د رهبرۍ غونډې د پرېکړې په اساس به د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په منځمهال کې د هیواد د ګمرکونو او بندرونو د امنیت د تامین لپاره امنیتي طرحه جوړه او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وسپاري.
جمهورخبري آژانس:کابل