۰
ارګ:

د ایران سره پر پوله د افغانانو سره شوی جنایت د بښلو نه دی

چهارشنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۷
د افغانستان ولسمشرۍ مانۍ وايي، له ایران سره پر پوله د یو شمېر افغان مسافرو سره شوی جنایت او وحشت د بېښلو نه دي.
د ایران سره پر پوله د افغانانو سره شوی جنایت د بښلو نه دی
د افغانستان ولسمشرۍ مانۍ وايي، له ایران سره پر پوله د یو شمېر افغان مسافرو سره شوی جنایت او وحشت د بېښلو نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن چهارشنبې د غوایي ۱۷ مه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه پېښه په جدي ډول تعقیبوي.

په ورته وخت نن د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د ملي شورا غونډه کې ویلي، تر دا مهاله ۱۶ تنه افغانان ژغورل شوي، ۱۶ تنه مړه شوي او له ۱۸ نه تر ۲۰ تنو نور په اوبو کې ورک شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، په دې اړه له ایراني چارواکو سره خبرې په جنجال سره پای ته رسېدلي، خو نوموړي ډاډ ورکړی چې له ټولو ډیپلوماټیکو لارو څخه به یادې پېښې ته رسیدګي وشي.

ښاغلي اتمر د ولسي جرګې غونډې ته ویلي چې دواړو اړخونو توافق کړی چې یو ګډ پلاوی به په دې اړه څېړنې کوي.

د یادونې ده، چې د تیرې شنبې په ورځ په هرات ولایت کې یو شمېر افغان کاریګرو له هغوی سره د ایراني سرحدي ځواکونو لخوا د بند چلند ادعا وکړه.

یادو کسانو ویلي ۵۰ تنه افغان کاریګر چې په غیر قانوني توګه د کار کولو لپاره ایران ته اوښتي و، د ایراني سرحدي ځواکونو لخوا بیرته افغانستان ته د شړلو پر مهال په «دهانه ذوالفقار» سیمه کې وهلي ټکولي او په زور سره سیند ته اچول شوي چې یوازې ۱۲ تنه یې ژوندي پاتې شوي دي.

له ایران سره پر پوله د افغان کریګرو سره د ایراني سرتیرو د بد چلند په اړه راپوورنه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د کډوال نړیوال سازمان او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون لخوا غندل شوی او په دې اړه یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د ا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې دغه پېښه د افغانستان په خاوره کې رامنځته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي