میلټري ټایمز:

د طالبانو په جګړه کې ۷۰ سلنه ډېروالی راغلی دی

18 ثور 1399 ساعت 11:32

میلټري ټایمز امریکایي نشریه وايي، امریکا د جګړې له شدت او سولې هوکړې د ماتېدو له ګواښ سره سره دله افغانستان نه د خپلو ځواکونو کمولو ته ادامه ورکړې ده.


میلټري ټایمز امریکایي نشریه وايي، امریکا د جګړې له شدت او سولې هوکړې د ماتېدو له ګواښ سره سره دله افغانستان نه د خپلو ځواکونو کمولو ته ادامه ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشریه زیاتوي، سره له دې چې د مارچ میاشتې له پیله بیا د مې میاشتې تر دې دمه د طالبانو په جګړو کې ۷۰ سلنه ډېروالی راغلی دی، خو داسې راپورونه شته چې امریکا بیا هم د خپلو سرتېرو کمولو ته ادامه ورکړې ده.

د نشریې په باور د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د سولې هوکړې د ماتېدو او نه عملي کېدو ګواښ هم ډېر کړی دی خو بیا هم امریکا د دې هر څه پروا نه ساتي او خپل سرتېري له افغانستان وباسي.

میلټري ټایمز لیکي چې په افغانستان کې د امریکا دغه ډول بېړني اقدامات د اندېښنې وړ دي او په کار ده چې د جګړې د پای لپاره اساسي ګامونه اوچت شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127613

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127613/

جمهور
  https://www.jomhornews.com