میلټري ټایمز امریکایي نشریه وايي، امریکا د جګړې له شدت او سولې هوکړې د ماتېدو له ګواښ سره سره دله افغانستان نه د خپلو ځواکونو کمولو ته ادامه ورکړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریه زیاتوي، سره له دې چې د مارچ میاشتې له پیله بیا د مې میاشتې تر دې دمه د طالبانو په جګړو کې ۷۰ سلنه ډېروالی راغلی دی، خو داسې راپورونه شته چې امریکا بیا هم د خپلو سرتېرو کمولو ته ادامه ورکړې ده.
د نشریې په باور د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د سولې هوکړې د ماتېدو او نه عملي کېدو ګواښ هم ډېر کړی دی خو بیا هم امریکا د دې هر څه پروا نه ساتي او خپل سرتېري له افغانستان وباسي.
میلټري ټایمز لیکي چې په افغانستان کې د امریکا دغه ډول بېړني اقدامات د اندېښنې وړ دي او په کار ده چې د جګړې د پای لپاره اساسي ګامونه اوچت شي.
جمهورخبري آژانس:کابل