طالبانو ۲۸ تنه نور زندانیان هم خوشي کړي دي

21 ثور 1399 ساعت 10:28

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی د افغان حکومت د بندیانو یوه بله ډله هم خوشې کړې ده.


په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی د افغان حکومت د بندیانو یوه بله ډله هم خوشې کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شاهین ویلي، دغه بندیان پرون شنبې د غوايي ۲۰ مه هرات ولایت کې خوشي شوي، چې ۲۸ کسه دي.

شاهین وايي، د دې کار موخه د سولې په برخه کې د اسانتیاوو او چټکتیا رامنځ ته کول دي.

طالبان دغه زندانیان پر داسې مهال خوشي کوي، چې افغان حکومت پرون  بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د زندانیانو د خوشي کولو بهیر چټک کړي او په دې توګه سولې او د تاوتریخوالي کمېدو ته لار هواره کړي.

د یادونې ده، چې افغان حکومت تر اوسه پورې د طالبانو کابو زر بندیان ورخوشي کړي او ښايي دغه شمېر ډېر ژر ۱۵۰۰ تنو ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 127709

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127709/

جمهور
  https://www.jomhornews.com