په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دوی د افغان حکومت د بندیانو یوه بله ډله هم خوشې کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین ویلي، دغه بندیان پرون شنبې د غوايي ۲۰ مه هرات ولایت کې خوشي شوي، چې ۲۸ کسه دي.
شاهین وايي، د دې کار موخه د سولې په برخه کې د اسانتیاوو او چټکتیا رامنځ ته کول دي.
طالبان دغه زندانیان پر داسې مهال خوشي کوي، چې افغان حکومت پرون بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د زندانیانو د خوشي کولو بهیر چټک کړي او په دې توګه سولې او د تاوتریخوالي کمېدو ته لار هواره کړي.
د یادونې ده، چې افغان حکومت تر اوسه پورې د طالبانو کابو زر بندیان ورخوشي کړي او ښايي دغه شمېر ډېر ژر ۱۵۰۰ تنو ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل