خوست او پکتیکا کې ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

23 ثور 1399 ساعت 16:02

خوست او پکتیکا ولایتونو کې د جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې درې قومي مشران وژل شوي او تر لسو زیات ولسي وګړي ټپیان شوي دي.


خوست او پکتیکا ولایتونو کې د جلا امنیتي پېښو په ترڅ کې درې قومي مشران وژل شوي او تر لسو زیات ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لومړی وسله والو پرون ماښام د پکتیکا د خیرکوټ ولسوالۍ په محمد حسین کلي، کې پر  قومي مشرانو هغه مهال برید کړی، چې هغه له جومات نه د راوتو په حال کې وو.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین وايي، په دې برید کې درې قومي مشران وژل شوي او یوه ماشومه نجلۍ ټپي شوې  ده.

بل خوا نن سه شنبې د غوايي ۲۳مه سهار مهال د خوست ولايت د صبري او يعقوبيو ولسوالۍ د خلبېسات په ښار ګوټي کې چاودنه شوې ده.

د خوست د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او لس نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي، چې ټول غریبکاره او د لاسي کراچۍ چلوونکي دي.

سرچينې زياته کړه چې ماين مخکې له مخکې ځای پر ځای شوی و او د خلکو د ګڼې ګوڼې پرمهال چاودنه ورکړل شوې ده.

تر اوسه د دواړو بريدونو مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.

دا په داسې حال کې ده، چې ۹۲ ملکي وګړو ته نن په ننګرهار ولایت کې د یوه  ځانمرګي برید او ۲۸ تنو ته په کابل کې په یوه روغتون باندې په ډلیز وسله وال برید کې مرګ ژوبله واوښته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 127804

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127804/

جمهور
  https://www.jomhornews.com