۰
امریکا:

حکومت او طالبان دې د پرونیو بریدونو عاملینو ته سزا ورکړي

چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۲
امریکا په کابل کې په روغتون او ننګرهار کې په جنازه شویو بریدونو ته غبرګون کې پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی، چې د دغه بریدونو عاملین محاکمه کړي.
حکومت او طالبان دې د پرونیو بریدونو عاملینو ته سزا ورکړي
امریکا په کابل کې په روغتون او ننګرهار کې په جنازه شویو بریدونو ته غبرګون کې پر افغان حکومت او  طالبانو غږ کړی، چې د دغه بریدونو عاملین محاکمه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دغه بریدونه غندلي وايي، د روژې په میاشت او د کرونا د ویروس د وبا د خپریدو د ګواښونو په منځ کې کرکې پارونکي او بږنوونکي تروریستي بریدونو ترسره کېدل په سختو ټکو غندي.

په اعلامیه کې ویل شوي«وموکتل چې طالبانو د کابل او د ننګرهار په بریدونو کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي دي او بریدونه یې د غندنې وړ بللي دي. طالبان او افغان حکومت د قانون منګلو ته د دغو بریدونو د عاملینو د سپارلو لپاره باید یو بل سره همکاري وکړي.»

اعلامیه کې راغلي، ترهغې چې په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې دوامداره کمښت رانشي او د سیاسي هواري په برخه کې د پرمختګ هڅې کافي حد ته ونه رسیږي دا هیواد به همدغسې د تروریستي فعالیتونو تر اغیز لاندې پاتې شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانان د تروریزم څخه پاک راتلوونکي مستحق دي.

د یادونې ده، چې کابل کې پرون پر روغتون برید کې ۱۴ تنه و وژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول او دغه راز په ننګرهار کې د جنازي په مراسمو ځانمرګي برید کې ۲۴ تنه و وژل شول او ۶۸ نور ټپیان شول.

تر اوسه د دغه بریدونو مسوولیت چا نه دی اخیستی خو طالبانو نه یوازې په کې خپل لاس لرل رد کړي، بلکې دا بریدونه یې غندي هم دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي