د غزني د رشیدان امنیه قوماندان د طالبانو په کمین کې وژل شوی

24 ثور 1399 ساعت 11:56

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت د رشیدان ولسوالۍ امنیه قوماندان علي الله عطايي د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت د رشیدان ولسوالۍ امنیه قوماندان علي الله عطايي د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د ولایتي شورا غړي حمدالله نوروز ویلي، طالبانو طالبانو د رشیدان نوی امنیه قومندان علي الله عطايي د جغتو ولسوالۍ اړوند د قیاق درې سیمه کې په یو کمین کې وژلی دی.

 د نوروز په خبره ، د جغتو قیاق دره هغه سیمه ده چې تر دې وړاندې هم په کې په یوه میاشت کې د رشیدان دوه امنیه قومندانان د طالبانو لخوا ووژل شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 


د مطلب کود: 127824

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/127824/

جمهور
  https://www.jomhornews.com