۰

د غزني د رشیدان امنیه قوماندان د طالبانو په کمین کې وژل شوی

چهارشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۶
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت د رشیدان ولسوالۍ امنیه قوماندان علي الله عطايي د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.
د غزني د رشیدان امنیه قوماندان د طالبانو په کمین کې وژل شوی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت د رشیدان ولسوالۍ امنیه قوماندان علي الله عطايي د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د ولایتي شورا غړي حمدالله نوروز ویلي، طالبانو طالبانو د رشیدان نوی امنیه قومندان علي الله عطايي د جغتو ولسوالۍ اړوند د قیاق درې سیمه کې په یو کمین کې وژلی دی.

 د نوروز په خبره ، د جغتو قیاق دره هغه سیمه ده چې تر دې وړاندې هم په کې په یوه میاشت کې د رشیدان دوه امنیه قومندانان د طالبانو لخوا ووژل شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي